News >> Breaking News >> Associated Press of Pakistan
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ څخه د وتلو اهدافو په ترسره كېدو خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې خارجه وزير د دانشمندانه ډپلومېسې څرګندونه كړې ده. […]
ليډز 19 جون (اے پي پي) د انګلستان او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د جون په 23مه نېټه په ليډز كښې پېل كېږي. د انګلستان لوبډلې د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبي دواړه مېچونه ګټلي دي. د انګلستان د كركټ لوبډلې مشري بېن سټوكس كوي او […]
بيجنګ 19 جون (اے پي پي) د چين په ګوانګشي ښار كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د ودانې لوېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې تېره شپه په سوئيلي ګوانګشي ښار كښې 385.6 ملي ميټر باران شوے، د سخت باران […]
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د سعودي شاهزاده سعود بن محمد بن تركي په حق ورسېدو. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د ايوان شاهي څخه په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې شاهزاده سعود بن محمد بن تركي په حق رسېدلې او د هغه د جنازې لمونځ په مسجدالحرام […]
كوئټه 19 جون (اے پي پي) د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوے، د بلوچستان په سبي سيمه كښې په سېلاب كښې د ګاډي چپه كېدو په پېښه كښې د مېرمنو پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومې پشمول څلور كسان ژوبل شوي دي. د ضلعي انتظاميې […]
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير خان په څلور ورځنې دوره تهران ته ورسېدو. وفاقي وزير به د دورې په مهال د اېران څخه د برېښنا راوستلو په چارو خبرې كوي. د اېران د توان د نړيوالو چارو نائب وزير په هوائي اډه د وفاقي وزير خرم دستګير […]
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې اولس د عمران خان دروغجنه او منافق څېره پېژني، د بهرني سازش بيانيه دفن كېدو نه پس د مئي د 25مې نېټې تښېدلے اوس په خپله پېدا كړې ګرانې فتنه فساد كول غواړي، اولس به د هېواد […]
لاهور 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره پخواني كركټر خالد محمود ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د لاهور دورې په موقع پخواني ټېسټ كركټر خالد محمود هغه سره ملاقات وكړو. وزيراعظم سره اسامه اشفاق سرور او عبدالله […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف﴿پي ټي آئي﴾ يوازې خپله نااهلي پټولو لپاره د حكومت په ضد د پروپېګنډې آله استعمالوي. د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپلو خبرو كښې وفاقي […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د سينئر خبريال ذوالفقار راحت د كورودانې په مړينه خواشيني ښودلې. د خالي په ورځ د غمرازې په بيان كښې هغې ووئيل چې د ذوالفقار راحت د كورودانې د مړينې په خبر خفه شوې يم، د غم جنې كورنۍ په […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيټف شرائطو په ترسره كېدو ټولو اړوند عهدېدارو ته فرداً فرداً ټيليفون كړے او د پاكستان په كاميابې ئې مباركي وركړې. د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ته ټيليفون […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې د هند د واكمن ګوند بي جے پي د مشرانو لخوا د پېغمبر اسلام حضرت محمد ﴿ص﴾ په باره كښې د ګستاخې او سپكاوي ريماركس په تناظر كښې په هند كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ غوښتنې، د رياست په مداخله او سرپرستۍ كښې […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير اسعد محمود د بلوچستان د زيارت، كېچ، هرنائي او سنجاوي پروژې په كنټرېكټر كېمپ د ترهګرې د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې په تعميراتي عمل كښې مصروف انجينئرانو، ماهرين تعميرات او نورو كاركنانو ته به مكمل تحفظ وركولې شي. […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د منصوبه بندې وزارت به بلوچستان لپاره د تعليم او پرمختګ په څانګو كښې پروژې په تندې سره عملي كولو لپاره مكمل مرسته كوي كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړې شوې دي. […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) پاكستان د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په ګوردواره د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په افغانستان كښې په عبادت ځايونو د بريدونو په اوسنې لړې سخته اندېښنه لري، د مذهبي مقاماتو په نښه كولو دا كارروائې كركه خپرونكې دي. د […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي چې د ادائيګې د توازن بحران او فوډ سېكورټۍ ته د ورپېښو خطراتو په تناظر كښې پاكستان چېلنجونو سره مخ دے، دې مسئلو ته د پام كولو ضرورت دے كومې به چې د وبائي رنځونو څخه په ويستلو او […]
پېښور 18 جون (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې په ځنګلاتو او مېداني سيمو كښې د اور لګېدنې د پېښو رپورټ جاري كړے شو. د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو، ماحولياتو او ځنګلي حيات د محكمې لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې په 283 ځايونو كښې د […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د قدرتي آفتونو د مخ نيوي قومي ادارې﴿اېن ډي اېم اے﴾ په ګلګت بلتستان كښې د قدرتي آفتونو د مخ نيوي ادارو ته د الرټ پاتې كېدو هدايت كړے او وئيلي ئې دي چې په منطقه كښې په لاندې سيمو كښې د سخت سېلاب، د زمكې ښوئېدنې او […]
قاهره 18 جون (اے پي پي) د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي او يو تن ژوبل شوے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د روغتيا وزارت وياند حسام عبدالغفار وئيلي دي چې دا افسوناكه پېښه د قاهره په […]
رياض 18 جون (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير عادل الجبير وئيلي دي چې د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره د زياتو نړيوالو اقداماتو ضرورت دے. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د ماحولياتي بدلون په اړه فورم ته په خپله وېنا كښې عادل الجبير د فورم په كوربتوب د امريكائي صدر مننه […]
اېمسټل وېن 18 جون (اے پي پي) د نېدرلېنډ او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په اېمسټل وېن كښې كېږي. د انګلستان مېلمه لوبډلې د درې مېچونو د سېريز وړومبې مېچ ګټلې دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د […]
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قوم ته د فيټف شرائط په پوره كېدو او وائټ لسټ ته د پاكستان د بېرته تللو لار په هوارېدو مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې ټيم پاكستان ته دې مبارك وي كوم چې پاكستان لپاره كاميابه هڅه وكړه، د ګرے لسټ څخه […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان لخوا د ټولو شرائط پوره كولو په اړه د اېف اے ټي اېف د اعلان هركلے كړے۔د وزيراعظم هاؤس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده قام له مباركي وركولو سره ووئيل الحمدلله د پاكستان “وائټ لسټ”پلو بيا تلل لويه كاميابي […]
پینډي 17 جون (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د پاكستان لخوا د فيټف او سي اېف ټي ايكشن پلان تكميل لويه كاميابي ده٬سول او ملټري ډلې په ايكشن پلان قوي عملدرآمد باوري كړے٬د كور سيل په هڅو د پاكستان سر په وياړ هسك شوے ۔د خالي په شپه […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر وئېلي دي فنانشل ايكشن ټاسك فورس(اېف اے ټي اېف) په يوه خله د ايكشن پلان په ټولو نكاتو پاكستان كليئر كړے ٬زمونږ پوره هڅه ده چې د اېف اے ټي اېف ټېكنيكل ايوالوېشن ډله سږ كال د اكتوبر نه وړاندې […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق سره پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ليدلې دي ٬ په دې مهال دواړو لارښودو د هوابازۍ په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې زياتولو په اقدامات د خيالاتو څرګندونه كړې ۔وفاقي وزير ووئيل هوا بازي په […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د وزيراعظم په هدايت پاكستان ټېلي كميونيكېشن اتهارټۍ د صارفينو ډېټا تحفظ لپاره عملي اقدامات پېل كړي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم مېډيا دفتر لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د ستراتېژېكي اصلاحات مشر سلمان صوفي وئېلي دي د موبائل صارفينو ډېټا د اجازت نه بغېر تشهيري كمپنو […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وفاقي او صوبائي حكومتونو ته وئېلي دي چې د پشكال بارانونو اوبه محفوظ كولو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو كولو ضرورت دے ٬دې سره به معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره د اوبو څخه ارزانه برېښنا او د خوراك او څښاك پېداوار كښې اضافه وشي۔د اولس […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)فنانشل ايكشن ټاسك فورس د جون 13مې نه تر 17مې نېټې په برلن كښې خپلو غونډو كښې د اېف اے ټي اېف په ايكشن پلانز د پاكستان د پېشرفت جاج اخستے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي اېف اے […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)خارجه دفتر وئېلي دي د هند په حقله د پاكستان په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے راغلے۔د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي دي انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد كښې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د هند سره د […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر او د برتانيې د بشري حقونو هائي كميشن سېكنډ سېكرټري انتونيا مرے د جمعې په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے. په دې موقع د بشري حقونو […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د روزنامه جنګ سره تعلق لرونكې سينئر خبريال علي حمزه خان په مړينه د غم رازۍ څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې دې ووئيل د ورور علي حمزه خان د مرګ په خبر اورېدو ډېره […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د وفاقي پايه تخت اسلام آباد او پېښور پشمول په شمالي سيمو كښې د جمعې په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس شوي. په زلزله كښې د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده راغلې. د پي ټي وي له مخې د جمعې په ورځ ماسپښين په دوه […]
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت سينئر جوائنټ سېكرټري سبینو سکندر جلال په ټولنه كښې د نشه اي توكو لعنت خاتمې لپاره د اجتماعي هڅو او د مېډيا د لارې اولس كښې د زياتې نه زياتې خبرتيا راپیدا كولو په ضرورت زور راوړے ۔ده دا خبره د […]
ملتان 17 جون (اے پي پي) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال په ملتان او خوا و شا سيمو كښې د باران ورېدو امكان دے. د موسميات محكمې له مخې د جمعې په ورځ په ملتان كښې موسم ګرم ؤ . په ملتان كښې د تودوخې لوړه درجه 37.1 ريكارډ […]
انقره 17 جون (اے پي پي) د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان به د جون په 22مه نېټه د تركيې دوره كوي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې يو سينئر ترك چارواكي مېډيا سره د خبرو كښې ووئيل د سعودي ولي عهد د تركيې دورې تفصيلات اعلان به د اونې تر اخره وكړے […]
كوئټه 11 جون(اے پی پی) د 12م كور چيف آف سټاف برېګېډيئر عابد مظهر د آئل ټانكر ډرائيور فېصل بلوچ سره په هېډكوارټر 12 كور كښې د خالي په ورځ ملاقات وكړو. برېګېډيئر عابد مظهر د فېصل بلوچ جرات او بهادرۍ ته پېرزوينه وړاندې كړه. ده د سرلښكر جنرل قمر باجوه لخوا آئل ټانكر ډرائيور […]
اسلام آباد 11 جون(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په سوريه كښې د فلائټ آپرېشن معطل كېدو په سبب د محصور پاكستانيانو په سمدستي توګه وطن ته د راوړلو هدايت وكړو. د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د دمشق هوائي اډې ته د سخت […]
هرارے 11 جون (اے پی پی) د افغانستان د كركټ لوبډلې د درې مېچونو د سېريز په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې ته په 6 وكټو ماتې وركړه. د خالي په ورځ د هرارے په سپورټس كلب كښې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره په […]
اسلام آباد 11 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل اړوند چارواكو ته هدايت كړے چې صارفينو ته د خوراكي تېلو اسانې وركړې او په بېعو كښې استحكام لپاره دې د مالېزيا او انډونېزيا څخه د خوراكي تېلو د درآمد كولو عمل ګړندې كړې شي. د خالي په ورځ د خزانې وزارت […]
اسلام آباد 11 جون(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د موسمياتي بدلونونو د مقابلې غوره ذريعه تعليم ده. د خالي په ورځ د ماحولياتي بدلون په اړه په خپل يو ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل چې د موسمياتي بدلونونو د مقابلې غوره ذريعه تعليم ده. د نالوستې مئېندو په كورنيو […]
خانيوال 11 جون (اے پي پي) په خانيوال كښې د فضل پارك او نشاط تالاٶ په اصل حالت كښې بحالې لپاره پلان طلب كړے شو. د خانيوال ډپټي كمشنر شاهد فريد د پارك حالت ښه كولو لپاره احكامات جاري كولو سره وئيلي دي چې وګړو ته د پاك ماحول وركولو پوخ غزم لرو. ده نشاط […]
كراچې 11 جون (اے پي پي) د سندھ لنډمهاله ګورنر آغا سراج دراني د سېنېټر ډاكټر سكندر مېندهرو په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په پېغام كښې ده ووئيل چې د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو. ده ووئيل چې د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي. ده دعا وكړه چې […]
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) علما و مشائخ او متحده علما بورډ د هېواد ستونزې حل كولو لپاره د حكومت د مذاكراتو د بلنې د مكمل ملاتړ اعلان كړے. علما بورډ او علما و مشائخ او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن محمد طاهر محمود اشرفي او نور په خپل يو بيان كښې د […]
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره مېداني سيمو كښې موسم سخت ګرم او خشك وي خو په مېنځني او سوئيلي پنجاب، بالائي سندھ كښې د سېلې چلېدو سره په بالائي خېبر پښتونخوا، كشمير، ګلګت بلتستان، اسلام آباد، […]
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې په معاشي توګه خپلواكه كېدو لپاره د ضرورت مندو مرستې سره به په هېواد كښې معاشي استحكام راشي، د اخوت فاٶنډېشن بلا سود قرض سروس په خاص توګه ضرورت مند مېرمنو لپاره د ستائنې او ډاډګېرنې وړ دے، […]
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د غربت د تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري د پيپلز ګوند سينئر لارښود سېنېټر ډاكټر سكندر مېندھرو په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې ګوند او جمهوريت لپاره به د ارواښاد خدمات تل ياد ساتلې شي. د غمرازې په بيان كښې وفاقي وزيرې […]
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پيپلز ګوند سينئر لارښود سېنېټر ډاكټر سكندر مېندھرو په مړينه خواشيني ښودلې. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې سپيكر د غمرازې په خپل پېغام كښې د ډاكټر سكندر مېندھرو په مړينه خواشيني ښودلې. […]
اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې تير حكومت د هېواد معيشت ته لوئ زيان رسولې دې،2018 كښې د نوې پاكستان په نامه يو اناړي هېواد په شا بوتللې دې، د پاکستان د سباؤن دارومدار په ځوانانو دې، حکومت نوې مالي كال […]
اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پيپلز ګوند لارښود او سېنېټ غړي سنېټر ډاکټر سکندر ميندھرو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل سنېټر ډاکټر سکندر ميندھرو سياسي، پارليماني او سماجي خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ده ووئيل په […]